تازه خبرونه
د افغانستان آس ځغلونکي لوبغاړي د بهرنیو سیالیو لپاره چمتو والی نیسي
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې یوازې د آس پر سر د هېواد د ننه د بزکشی عنعنوي سیالی تر سره کیدې.
آس ځغلوونکی عصمت الله پاینده هیله من شو، چې د هېواد لپاره به سیالي ترسره کړي.
د آس ځغلونې فدراسیون رییس داد محمد پاینده اختري ویلي، چې له دې لس لوبغاړیو څخه ځوان عصمت الله پاینده ښه ځلیدلی دی. نوموړی ۱۸ کلن دی او لس کاله کیږي، چې د آس ځغلونه کوي.
اختر محمد یو بل کس دی، چې لس کاله کیږي له آسونو سره سرو کار لري او وايي، چې دې آسونو ته د ځانګړي غذايي ریژیم تر څنګ ځانګړي تمرینات هم ورکول کیږي.
د آس ځغلونې لوبډلې د غوراوي سیالۍ تېر کال له آته ولایتونو څخه د ۲۴ لوبغاړیو په ګډون جوړې شوې وې، چې په پای کې لس کسانو وکولی شول ملي لوبډلې ته لار ومومي.