تازه خبرونه
د اوربند هوډ نشته؛ خو د جګړې پر کمولو مشورې روانې دي- طالبان
یوه اوونۍ اوربند ته د طالبانو د قانع کیدو د راپورونو له خپریدو وروسته دوی په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د اوربند هوډ نلري، بلکې د امریکا د غوښتنې له مخې د جګړې د حجم پر را کمولو غور او سلا مشورې کوي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: واقعیت دادی، چې اسلامي امارت د اوربند کوم تصمیم نلري؛ امریکایانو د جګړې د حجم او د عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې او د اسلامي امارت په جهت کې پر همدې مشخصه مسئله مشورې روانې دي.
یو شمېر سرچینو ویلي؛ طالبانو امریکايي پلاوي ته د خپلو پېنځه زره زندانیانو نوملړ سپارلی او غوښتنه یې کړې، چې د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته باید د افغان دولت او امریکا له زندانونو خوشې شي.
طالبانو ته نږدې سرچینې ويلي، چې د دغو زندانیانو خوشې کول د امریکا او طالبانو د سولې د تړون مهمه برخه ده؛ خو افغان حکومت له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرې له اوربند سره مشروطې بللې دي.
د طالبانو د واکمنۍ د المپیک ملي کمیتې مشر شکور مطمین ویلي؛ د طالبانو پوځي شورا پر لنډمهالي اوربند هوکړه کړې او ډېر ژر به د ملا هبت الله لخوا وروستۍ شي.
یو شمېر سرچینو ویلي، چې د طالب بندیانو نوملړ هم امریکایانو ته سپارل شوی دی.
اسوشیتید پرس څرګنده کړې، چې دا طالبان به د خوشې کیدو په صورت کې بیا سخت دریځۍ ته نګرځي.
داسې تمې هم شته، چې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک دوه اوونۍ وروسته به د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي. له دې خبرو سره به له جګړې وروسته د افغانستان برخلیک او په کې د طالبانو ګډون روښانه کړي.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ ویلي، چې اوس هم د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ خبرې روانې دي. له هوکړې سره سم مونږ د خبرو کولو پلاوي لیږلو ته چمتو یو، چې د افغانستان د حکومت استازیتوب به کوي.
له دې مخکې یو شمېر طالب چارواکو اسو شیتید پرس ته ویلي وه، چې د طالبانو مشرتابه شورا لنډمهالی اوربند منلی؛ خو دا پرېکړه باید د طالب مشر ملا هبت الله لخوا وروستۍ او اعلام شي، چې ورسره سم به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.