پرمختګ او بشپړتیا

د افغان فلم مسوولینو د ارګ ارشیف ته ۶۰۰۰ ساعته بېلابېل فلمونه وسپارل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغان فلم کارکوونکیو څرګنده کړې؛ سمې ساتنې لپاره مو د ارګ ارشیف ته ۶۰۰۰ ساعته بېلابېل داسې فلمونه وسپارل، چې په ډېرو سختو شرایطو کې مو ثبت کړي دي.

لرغوني آثار د هېواد ملي پانګه بلل کیږي او د همدغو آثارو له لارې مونږ کولی شو، چې خپل پت او برم نه یوازې خوندي کړو، بلکې د نړي نورو ملتونو ته یې هم وړاندې کړو.

د افغان فلم یوولس کارکوونکیو د هېواد د بېلا بېلو تاریخي دورو نږدې شپږ زره ساعته فلمونه د ارګ ارشیف ته وسپارل.

د افغان فلم کارکوونکی محمد قاسم  کریم ویلي؛ مونږ په دې ۶۰۰۰ ساعته مستند فلمونو کې د افغاغنستان د خلکو ټولنیز، فرهنګي، تاریخې، انقلابي اوسیاسي مستندې برخې لرو، چې ساتنه یې اړینه ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د مالي او عملیاتي ادارې ريیس احمد وفي امین د افغان فلم د کارکوونکیو دغه کار وستایه  او وایي؛ مونږ ۴۰ کاله جګړه لیدلې او په دې جګړه کې مو ډېرڅه له لاسه ورکړي او دا د خوشۍ شېبې دې، چې د چای خونو پر ځای مونږ ځان جوړونه پیل کړه او د هېواد ارزښتونه خوندي کوو.

د ارګ د ارشیف کارکوونکي وايي، چې په منځنۍ کچه هره ورځ له دغه ارشیف څخه له سل ډېر کسان لیدنه کوي.

د ارګ د ارشیف ريیس رفیع الله عزیزي وایي، دغه ارشیف د هېواد ټولو وګړیو ته په ځانګړي توګه د پوهنتونونو استادانو، څېړونکیو او محصلینو لپاره  تل خلاص دی.

د ارګ د ارشیف او د ارمان شهر د بنسټ لخوا د افغان فلم یوولس کارکوونکیو ته د دغه کار په بدل کې ستاینلیکونه هم ورکړ شول.

Trending

Exit mobile version