سیمه ییز خبرونه
د خوست ښاروالۍ مشورتي شورا جوړه شوه
چارواکي وایي، د خوست ښاروالۍ مشورتي شورا له ولسي خلکو، دوکاندارانو او مدني ټولنو له استازیو جوړه شوې، چې ښاروالۍ ته د مشورو ترڅنګ به د ښار اړوند د مهمو مسایلو په پرېکړو کې به غوره رول ولري.
د خوست ښار اړوند له ۶ ناحیو، ښاري صنفي اتحادیو او مدني ټولنو له ۲۸ غړیو مشورتي شورا جوړه شوه. د دې شورا مشري ښاروال پرغاړه لري؛ د مرستیال او منشي لپاره یې د غړیو ترمنځ ټاکنې هم وشوې. خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزی وایي، دا ولسي استازي به د ښار اړوند ستوونزو په کمولو او د یو شمېر مهمو ساختماني پروژو په پلاي کولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
د ښاروالۍ مشورتي شورا غړې وایي، دوی به د ښاریانو او ښاروالۍ ترمنځ همغږي رامنځته او د ستوونزو د اوارۍ هڅه به وکړي.
د خوست ښاروالۍ مشورتي شورا مرستیال محمد رحیم شاه وایي، په خوست ښار کې ګڼې ستوونزې شته، چې د خلکو په استازیتوب به د هغنو د اوارولو لپاره هڅې وشي.
د خوست ښاروالۍ مشورتي شورا منشي شمس الله وایي، د ښاري فرهنګ د دودولو، د خلکو او ښاروالۍ ترمنځ به اړیکې نږدې شي.
د خوست والي حکم خان حبیبي هیله من دی، چې په راتلوونکي کې به خوست ښکلی ښار ولري.
هغه د ښار په آبادۍ او منظمولو کې د مشورتي شورا رول اغېزمن وګاڼه او په ډاګه یې کړه؛ د ښاروالۍ مشورتي شورګانې په ټولو ولایتونو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په چوکات کې جوړیږي، چې هر دوه کاله وروسته ورته نوي غړي ټاکل کیږي.
خبریال: فریدالله ظاهر