تازه خبرونه
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکت ملي لوبډله سویلي آفریقا ته ولاړه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هېواد کرکت نولس کلنو ملي لوبډلې د نړیوالو سیالیو لپاره په کابل کي لس ورځي تمرینونه تر سره کړي دي.
د کرکت بورد اجرائيه رییس لطف الله ستانکزي ویلي؛ دوی به په سویلي آفریقا کې د سیالیو له پیل مخکې څلور تمریناتي لوبې ترسره کړي.
د هېواد کرکت نولس کلنو ملي لوبډلې په دې ډله کې د جنوبي آفریقا، کانادا او متحده عربي اماراتو سره لوبې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد ملي لوبغاړي به لومړۍ له جنوبي آفریقا سره لوبه کوي.