تازه خبرونه
د سودان د نظامي الوتکې د راغورزیدو په پېښه کې له ۱۰ ډېر کسان مړه شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پنجشنبې د ورځې( د مرغومي ۱۲/ د جنوري ۲) په پوځي راپورونو کې راغلي، چې یوه انتونوف ۱۲ ډوله الوتکه په الجنیا سیمه کې له الوتنې یوازې پېنځه دقیقې وروسته راغورزیدلې ده.
په قربانیانو کې د الوتکې د اووه غړیو پر حملې سربېره ۱۱ مسافر هم سپاره ول، چې په کې درې قاضیان او د ۴ ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي شامل دي.
د الوتکې د غورزیدو په اړه پلټنې پیل شوي او لومړنیو موندنو هم په ډاګه کړې، چې د الوتکې د راغورزیدو لامل د پیلوتانو بې پروایي نده.