تازه خبرونه

د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه کارول کېږي- ولسمشر غني

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۵) مازیګر مهال د تیلیفون پر کرښه د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرې وکړې.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي هوکړې له مخې د افغانستان خاوره هیڅ کله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي.

ولسمشر غني د ایران ولسمشر او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه، چې په کې د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني او د هغه نور ملګري وژل شوي؛ د خپلې خواشیني مراتب وړاندې کړي او څرګندوي، چې رامنځته شوي اختلافات باید د خبرو له لارې حل شي.

Trending

Exit mobile version