تازه خبرونه
د افغانستان فوتسال ۱۹ کلنو ښځینه لوبډله د جمعې پر ورځ له قرغزستان سره لوبیږي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان فوتسال ښځینه ۱۹ کلنې لوبغاړې د منځني ختیځ د لوبو لپاره د چمتووالي نیولو په حال کې دي.
د منځني ختیځ د فوتسال ۱۹ کلنو په سیاليو کې، چی افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان لوبیږي؛ د جنوري له ۲۴ څخه تر ۲۹ پورې ترسره کیږي.
تاجکستان د دغو سیالیو کوربتوب کوي.
د افغانستان د فوتسال ښځینه ۱۹ کلن لوبغاړي به خپله لومړۍ لوبه د جمعې پر ورځ د قرغزستان پر وړاندې ترسره کړي.
دویمه لوبه به له ایران سره د راتلونکې شنبې پر ورځ ولوبوي.