تازه خبرونه

د افغانستان بلوڅانو د ملي امنیت له سلاکار سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت شورا د سلاکار  دفتر څرګنده کړې، چې د ملي امنیت شورا سلاکار د سې شنبې پر ورځ/ د سلواغې پر لومړۍ  د افغانستان د بلوڅانو سراسري شورا له غړیو سره ولیدل.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب له دغو مشرانو غوښتي، چې خپل ځوانان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې چوپړ ته چمتو کړي.

د بلوڅو مشرانو د دولت امنیتي لاسته راوړني وستایلې او د سولي له پالیسۍ یې ملاتړ څرګند کړ.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې ملي امنیت شورا د هېواد له بېلابېلو قومي مشرانو او مدني ټولنو له استازیو سره د سولې، امنیت او پرمختګ په اړه خبرې اترې کړې دي.

Trending

Exit mobile version