تازه خبرونه

د افغانستان جګړه پای ته رسوم- دونالد ترمپ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ کانګرس ته په خپله درېیمه کلنۍ وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له افغانستان څخه به خپل سرتېري وباسي.

نوموړي زیاته کړې، چې نور نه غواړي امریکايي سرتېري په افغانستان کې ووژل شي.

ترمپ څرګنده کړې، چې د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او ژمنه یې وکړه چې دا جګړه به پای ته رسوي.

هغه په ډاګه کړې؛ امریکا غواړي خپل نظامي سرتېري بېرته هېواد ته ستانه کړي او د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیدي.

ترمپ زیاته کړې، چې نه غواړي د امریکا سرتېري په نورو هېوادونو کې د قانون د تطبیق دنده پر غاړه ولري او غواړي، چې امریکايي سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ترمپ همداراز د افغانستان جګړې ته په نغوته کې وویل، چې د امریکا پوځيان هره جګړه، چې وغواړي ګټلی شي؛ خو زه نه غواړم، چې په افغانستان کې په زرګونه داسې کسان ووژنم، چې ډېری یې بېګناه دي.

Trending

Exit mobile version