تازه خبرونه

د افغانستان حکومت باید معلوماتو ته د لاسرسي قانون پلی کړي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۳۹۸)

د افغانستان روڼتیا څار ادارې او د بښنې نړیوالې ټولنې د یو شمېر رسنیو له هغو اعتراضونو ملاتړ کړی، چې وایي، پر معلوماتو لاسرسی له بندیزونو سره مخ دی.

د افغانستان رونټیا څار ادرې مشر سید اکرام افضلي د ۳۰ رسنیو له اعتراص څخه د ملاتړ تر څنګ ویلي، چې د دولت درې ګونو قواوو معلوماتو ته د لاسرسي د قانون په تطبیق کې ناغیري کړي او ځینې ادارې فکر کوي، چې له قانون لوړې دي.  

نوموړي زیاته کړې؛ ولسي جرګه، مشرانو جرګه، قضائیه قوه، لویه څارنوالي، پوهنې وزارت، ولسمشرۍ ماڼۍ اوځیني نور حکومتي بنسټونه په سختۍ خبریالانو ته معلومات وړاندې کوي.

هغه پر حکومتي بنسټونو نیوکه کوي، چې کورنیو رسنیو ته معلومات نه ورکوي او وایي دا بنسټونه د کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ توپیر کوي.

دغه راز څرګندوي؛ حکومت تراوسه د څېړنیزو راپورونو موندنې ندي څارلي، چې په دې برخه کې ادارې او قضایي ګامونه پورته شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې غړي صدیق الله توحیدي ویلي، د معلوماتو د لاسرسي له کمیسیون څخه د حکومت نه ملاتړ د دې سبب شوی، چې دا کميسیون له تمې سره سم کار ونکړی شي.

د افغانستان رونتیا څار څېړونکی ناصر تیموري وایي: کله، چې حکوکت دغه ګزارشونه د پام وړ نه بولي او د رسنیو موندنې نه څاري؛ دا پخپله د بیان پر آزادۍ بندیز او معلوماتو ته نه لاسرسی دی.  

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي؛ د افغانستان حکومت اړ دی، چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون ملاتړ او درناوی وکړي.

د بښنې نړیوالې ټولنې د سویلي آسیا د سیمه یزې څانګې مشر عمر ورایج ویلي، چې د افغانستان خبریالان زړور دي؛ خو په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې کار کوي او له ګواښ، فشار او تاوتریخوالي سره مخ دي. حکومت باید ورته داسې زمینه برابره کړي، چې له وېرې پرته په آزاده توګه کار وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ حکومت نه یوازې د خبریالانو د ساتنې دنده لري، بلکې د افغانستان د قوانینو او نړیوالو ژمنو پر بنسټ باید د بیان د آزادۍ لپاره معلوماتو ته د لاسرسي زمینه هم برابره کړي.

حکومتي چارواکي وایي، معلوماتو ته د لاسرسي په اړه هیڅ سیاسي او سیستماتیک خنډ نشته او  حکومت د رسینو او بیان آزادي ته ژمن دی.  

په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي، چې کونږ د ګټورو کاري، مسلکي او ځواب ویلو ته د چمتو او له درناوي څخه د ډکو دندو تر سره کولو ته ژمن یو او هڅې کوو. مونږ د حکومت او رسنیو د ښکېلتیا پلوي نه یو او دواړه د یو او بل همکار او ملاتړي بولو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ۳۰ رسنیو په یوه اعتراض کې له حکومته وغوښتل، چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون پلی او د بشري حقونو په اړه هم اطلاعات وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version