تازه خبرونه

د افغانانو د سولې خپلمنځي خبرو ته حکمتیار خپله طرحه چمتو کړې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۳۹۸)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانانو د سولې خپلمنځي خبرو ته یوه طرحه چمتو کړې ده.

د دغې طرحې له مخې؛ لومړی باید د درې مخکښو ټاکنډلو او حامد کرزي ته د نږدې کړیو پر محور یوه سراسري اجماع رامنځته او بیا د مرکچي پلاوي ترکیب هم د همدغو لوریو په همغږۍ چمتوشي.

د سولې خبرو لپاره د طرحو او وړاندیزونو د چمتو کولو په لړ کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د سولې خبرو لپاره یوه طرحه چمتو کړې ده.

 ګلبدین حکمتیار د دې لپاره، چې د سولې په بهیر کې ډاډمنتیا رامنځته شي؛ د یوه توافقي حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی او وایي، د سولې په صورت کې دې ټول جنګیالي په امنیتي ځواکونو کې مدغم شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي: درې مخکښې ټاکنډلې او پخواني ولسمشر ته نږدې کړۍ د سیاسي اجماع جوړولو لپاره ډېره لنډه لار ده.     

د حکمتیار په طرحه کې ویل شوي، چې د سولې خبرې باید هېواندنۍ تر سره شي؛ هیڅ بهرنی هېواد مداخله ونکړي او له طالبانو سره د سولې هوکړې په صورت کې باید ټول طالب جنګیالي په امنیتي ځواکونو کې مدغم شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د سولې په خبرو کې د ټولو لوریو طرحې په پام کې نیول کیږي.

د افغانستان د سولې مرکز رییس خلیل ساپي څرګنده کړې، چې دواړه خواوې به د هوکړه لیک د لاسلیک نېټه او په دویم پړاو کې د خپلمنځي خبرو د ترسره کولو ځای ځانګړی کړي.

راپورونه ښیي، چې د طالبانو پوځي قومندانان د دوحې خبرو اوږده بهیر ناراضي کړي او پر مرکچي پلاوي یې فشار راوړی، چې له دې خبرو ووځي.

د طالبانو په واکمني کې د ملي المپیک رییس عبدالشکور مطمین ویلي، چې طالب پوځیان د سولې مخالف دي؛ خو د سیاسي مشرانو له پرېکړو خپل اطاعت هم واجب بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو خبرې روانې دي.

Trending

Exit mobile version