تازه خبرونه

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۴, ۱۳۹۸)

 د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه کړې، چې د ایران له قم ولایت څخه هرات ته راستانه شوي درې شکمن هراتیان ثبت اود هرات ولایت په انتاني روغتون کې قرنطین شوي او د خپریدو مخنیوي ته یې بشپړ چمتووالی لرو.

د هرات ولایت د ساري ناروغیو د څارنې مدیر میرویس صالحي ویلي، چې د هرات ولایت دغه پر کرونا شکمن اوسیدونکي تازه د ایران له قم ولایت څخه راستانه شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هېواد وال باید له دې ناروغۍ څخه وېره ونلري. ارینه ده، چې خپلې حفظ الصحې ته پاملرنه وکړي؛ ماسکونه وکاروي او هره تل لاسونه پر صابون پرېمینځي.  

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د دغه ویروس د مخنیوي لپاره له پوره چمتووالي خبر ورکوي او وایي، چې هېوادوال دې خپلې روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي او د روغتیایي کارکوونکیو سپارښتنې دې پلې کړي.

د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د عامې روغتیا وزیر داکتر فیروزالدین فیروز د یکشنبې پر ورځ د کب ۴ د کرنې او اقتصاد له وزارتونو، له پېښو سره د مبارزې له ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د نورم او ستندرد او ملکي هوایي چلن ادارو له استازیو سره یوه ګډه ناسته تر سره کړې ده.

دغه راز د افغانستان عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو له لارې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ایران پر وارداتو له سکتوري وزارتونو سره خبرې اترې کړې دي.  

یاد وزارت په ډاګه کړې؛ په دې ناسته کې له ایران څخه هېواد ته د خوراکي توکو د وارداتو له لارې د کرونا ویروس د مخنیوي پر لارو چارو بحث او خبرې تر سره شوې دي.

د هېواد د عامې روغتیا وزیر په ډاګه کړې: سره له دې، چې تر دې دمه د خوراکي توکو له لارې د کرونا ویروس پر خپریدا څه ندي ویل شوي؛ خو بیا هم په دې اړه باید پوره پاملرنه وشي.

دغه راز نوموړي د دې ویروس د نښو او د مخنیوي پر څرنګوالي ټینګار کړی او وایي، چې د دې ویروس په اړه عامه پوهاوی ډېر اړین دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سکتوري وزارتونو په یوه ناسته کې څرګنده کړې، چې هېواد مو د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لنډې مودې لپاره له ایران سره هر ډول هوايي او ځمکني تګ راتګ بند کړ.

Trending

Exit mobile version