تازه خبرونه
د افغانانو د خپلمنځي هوکړې پرېکړه پلاوی نه، لویه جرګه کوي
دولت جوړوونکې ټاکنډلې ویلي، د افغان حکومت لخوا له طالبانو سره مرکچي پلاوی نشي کولی له دې ډلې سره وروستۍ پرېکړه وکړي، ځکه، چې پلاوی یوازې مسوده وروستۍ کوي او د وروستۍ پرېکړې لپاره به لویه جرګه راغوښتل کیږي.
د دولت جوړونکې ټاکنډلې غړی سید علي کاظمي ویلي، چې مونږ د یوې لویې جرګې د جوړولو هیله من یو. د داسې یوې جرګې ، چې د سولې د رامنځته کیدو او ساتو واک و ځواک ولري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د سولې خبرو اترو د پایلو په اړه به پرېکړه د اساسي قانون له مخې وشي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ مونږ له طالبانو سره د خبرو پیلولو ته چمتووالی لرو؛ د خبرو اترو پلاوي څرنګوالی معلوم او واک یې هم ښکره شوی دی. د خبرو د پایلې لپاره به په اساسي قانون کې د یاد شوي میکانیزم له مخې مخکې ځو.
د افغانستان د دیموکراتیک بنسټ ټولنې مشر عبدالله خنجاني ویلي؛ باید داسې افغان پلاوی له طالبانو سره خبرې وکړي، چې واک ولري او پرېکړې وکړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې پیل شي. تمې دا دي، چې د سولې مرکچې پلاوی ژر تر ژره جوړ شي.