تازه خبرونه
د افغان ځواکونو هوایي برید کې د یوې کورنې ۸ تنو ته مرګ او ژوبله اوشتې
دغه کورنې د پلخمري ښار د چشمې شیر اوسیدونکي دي. د دوی خپلوان د ملکي وګړو تلفاتو پرضد غبرګون ښودلې او د شمال لوی لاره یې پورته له دوو ساعتونو د تګ او راتګ پر مخ تړلې وه.
د بغلان پولیسو او ځایي مقاماتو په دې اړه رسنیو ته هیڅ راز معلومات ندي ورکړي.
د بغلان د عامه روغتیا ریاست د شپږ تنو ټپي کیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې دغه ټپیان دوه ښځې او څلور ماشومان دي.
د بغلان اوسیدونکي وایي چې دغه برید د جمعې ماښام هغه مهال ترسره شو چې طالبانو په چشمې شیر سیمه کې د ملی اردو پر یو قطار باندی یرغل وکړ چې هوایي ځواک د دغه قطار د ملاتړ لپاره یاده سیمه تر اور لاندې راوسته، چې په پای کې یې دوه کسه ملکي وګړي (یوه جنې او یو هلک) وژل شوي او شپږ تنه نور، چې ډیرې یې ماشومان دي، ټپي شوي دي.
د هیواد دفاعي ځواکونو او طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.