تازه خبرونه

د بګرام له زندانه ۱۰۰ طالب بندیان خوشې شول

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۳۹۹)

د حکومت اړوند چارواکو په ډاګه کړې، چې نن چارشنبه د وري ۲۰ د ماښام پر اووه بجو د ولسمشر اشرف غني په سپارښتنه د بګرام زندان ۱۰۰ طالب بندیان خوشې شول.

دوی ویلي، چې له جګړې ستړي دي او غواړي د سولې له بهیر سره یوځای شي او له جګړې لیرې خپل ساده ژوند روان وساتي.

شمس الرحمان نومي طالب زنداني، چې په بند کې یې څو کلونه تېر کړي؛ څرګندوي، چې نور نه غواړي توپک ته لاس وروړي او جګړې ته وروګرزي.

دغه ۱۰۰ بندیان د بګرام له زندانه په داسې حال کې خوشې کیږی، چې کابل ته راغلی د طالب زندانیانو تخنیکي پلاوی بېرته غوښتل شوی او خبرې یې بې پایلې یادې کړې دي.

طالبانو تر دې دمه د خوشې شویو ۱۰۰ بندیانو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version