بی بی سی پښتو

د افغانستان د روغتیا وزارت درې مرستیالان له دندو ګوښه شول

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۳۹۹)
BBC

د افغانستان روغتیا وزارت مني چې د دغه وزارت درې مرستیالان یا معینان له دندو ګوښه کړل شوي دي.

لا هم د دې کسانو د لرې کولو دلیل نه دی ډاګیز شوی.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د روغتیايي خدمتونو مرتسیال فدا محمد پیکان، مالي او او اداري مرستیاله ماموسۍ زیور، د پلان مرسیتاله ډېوه صمد له دندو لرې شوي دي.

وحید مجروح، بشیر نورمل او شفیق شهیم د دې وزارت نوي مرستیالان ټاکل شوي دي.

دا بدلون په داسې مهال دی چې افغانستان له کورونا وېروس سره په مبارزه بوخت دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ وویل، دې برخه کې یې کلک تدبیرونه نیولي دي.

ښاغلي غني تلوېزوني وینا کې زیاته کړه، له کورونا سره د مبارزې لپاره له پنجشنبې په ټول افغانستان کې د تجرید یا ګوښه توب مرکزونه جوړوي.

نوموړي د روغتیا برخې کارمنان وستایل او ټینګار یې وکړ چې د دې کارکوونکو د تنخا زیاتولو او خوندیتوب لپاره نوی چلنلار تیار شوی او ډېر ژر به اعلان شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، د لا ډېرې نړیوالې مالي مرستې د خپلولو لپاره له پنجشنبې له نړیوالو ادارو سره خبرې پیلوي.

افغانستان کې د کورونا وېروس له امله تراوسه ۲۹ کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ ته ورسېدو.

Trending

Exit mobile version