بی بی سی پښتو

د افغانستان کار وزارت د بې کارۍ زیاتېدو ته اندېښمن دی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۳۹۹)
Getty Images
د کار وزارت وایي، تر ډېره د کوچني کاروبار خلک او د ورځانې کارګر اغېزمن شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا وېروس له پراخېدو سره د دغه هېواد د کار وزارت وايي، د بې کارۍ د کچې لوړېدو ته اندېښنه لري.

که څه هم داسې کره شمېرې نشته چې په افغانستان کې څومره خلکو خپل کارونه له لاسه ور کړی خو د کار وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، تر ډېره د خصوصي سکتور کارکوونکو، کوچنیو کاروباریانو او په ورځنۍ مزدوري لګیا خلکو ته اندېښنه ډېره ده.

د نوموړي په خبره، کوم افغانان چې حکومتي دندې لري، کورونا وېروس د هغوی پر کار اغېز نه دی کړی:

“هغوی ته کاري ستونزه نه ده پیدا شوې، که په رخصتي کې هم دي، هغوی نارمل حالت لري، د ادارو مشرتابه یې خپلو چارو ته دوام ور کوي”.

د نوموړي په خبره، حکومت خصوصي سکتور ته اندېښمن دی، ځکه دې برخه کې ادارو ځینې کارمنان ځواب کړي دي.

ښاغلي احمدزي د بي بي سي خبریال ندیم اشرف ته وویل، د کرونا وېروس د بندیزونو له امله ښايي بې کاري نوره هم لوړه شي خو په وینا یې حکومت په داسې پروګرامونو لګیا دی چې د بې کاري کچه بېرته ټيټه کړي.

BBC
ښاغلی احمدزی وايي، حکومت په داسې پروګرامونو لګیا دی چې د بې کاري کچه بېرته ټيټه کړي.

په ورته مهال د خبریالانو ملاتړې اداره یا نۍ وايي، د کورونا وېروس له امله د ګرځبندیز زیاتېدو سره ۲۰۰ خبریالان او عکاسې بې کاره شوې دي.

په کابل او ۳۰ ولایتونو کې دا رسنوال یا په کور ناست دي لا هم له کور بې تنخا له خپلو چاپي او هم یو شمېر غږیزو او انځوریزو رسنیو سره کار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي، په دغه هېواد کې کوچني او منځني کاروبارونه تر ۸۰ سلنه زیانمن شوي او حکومت ته پکار ده چې په بدیلو لارو غور وکړي.

د دې ادارې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل، که حکومت دې برخو سره همکاري ونه کړي، د پانګونې دا دوه برخې به له بد برخلیک سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version