تازه خبرونه
د اوربند لپاره د همغږۍ هڅې روانې دي- د سولې د چارو مشران
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او د سولې د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د سولې د چارو د همغږۍ په دوه یمه غونډه کې ویلي؛ دولت د اوربند لپاره کار روان کړی او په دې برخه کې د سیمې او نړۍ پر همغږۍ اخته یو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په دې غونډه کې ویلي؛ د سولې په چارو کې پر پرمختګ سربېره اړتیا ده، چې د بشردوستانه اوربند او تاوتریخوالي راکمولو لپاره پوره هڅې تر سره شي.
د سولې د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي څرګنده کړې؛ پر داسې طرحې کار روان دی، چې د بشري مرستو رسونه، مذاکراتو ته زمینه رامنځته کول او د اوربند ټینګښت به په کې راونغاړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې مخکې د اوربند لپاره له امریکا سره د سولې د رامنځته کولو په هوکړه کې لومړی د خپلمنخي خبرو لپاره د ۵ زره طالب بندیانو پر خوشې کولو او بیا د اوربند پر عملي کولو ټینګار ښکاره کړی، چې له تېرې نږدې یوې میاشتې راپدیخوا دواړو خواوو د بندیانو مهالني خوشې کول پیل کړي؛ حکومت تر دې دمه زرګونه او طالبانو لسګونه بندیان خپلو کورونو ته ستانه کړي؛ خو د نورو بندیانو د خوشې کولو ډاډ هم څرګند شوی دی.