تازه خبرونه
د افغان ځواکونو پر هوایي برید د داعش یو رادیوي مرکز ویجاړ شو
کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش یو رادیوي مرکز د دې ډلې له ۳۴ غړیو سره له منځه وړل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ( د غویي۱۸) خپره شوي؛ په ډاګه کوي، چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار ولایت د اچین او نازیانو ولسوالیو د اړوند سیمو د داعش پر پټنځایونو عملیات کړي، چې په کې د داعش د یو رادیوي مرکز په ګډون د داعش ۳۴ غړي هم له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د سیمه ییز مشر عبدالحسیب وژنه تائید کړې ده.
ولسمشر غني تېره شپه په خپل تلویزیوني پیغام کې وویل، چې د روان کال د غویي پر اوومه د داعش مشرعبدالحسیب په ننګرهار ولایت کې د ځانګړیو ځواکونو پر عملیاتو له خپلو نږدې قومندانانو سره وژل شوی دی.
دغه راز ولسمشر ټینګار کړی، چې افغان امنیتي ځواکونو د نړیوالو ځواکونو پر ملاتړ ترهګرو ته درانده زیانونه اړولي او دا عملیات به د داعش او نورو ترهګرو ډلو ترځپلو روان وي.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان به د هیڅ یوې ډلې لپاره هم خوندي ځای نه وي.
نوموړي دا ګواښ هم کړی؛ هغه وسلوالې ډلې، چې د سولې له بهیر سره نه یوځای کیږي؛ له منځه به ځي.
سربېره پر دې اشرف غني د ننګرهار ولایت له بې ځایه شویو خلکو سره هم ژمنه وکړه، چې خپلو سیمو ته به یې د بیا ورتګ ډاډمنه زمینه هم برابره شي.