تازه خبرونه

د افغانستان امنیتي وضعیت نور هم خرابیدونکی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې رییس افغانانو ته د ستونزمن امنیتي  وضعیت اټکل کوي؛ د طالبانو د تحرکاتو زیاتوالی، د افغان ځواکونو لوړ تلفات او د افغان پوځ کمزوری مشرتابه هغه عوامل بولي، چې په وینا یې په راتلونکیو اتلس میاشتو کې به حالات نور هم خراب کړي.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې رییس دن کوتز وایي، که مونږ اضافي سرتېري هم افغانستان ته ولیږو، د افغانستان امنیتي وضعیت او سیاسي فضا د دوه زره اتلسم میلادي کال تر پایه بدتره کیږي.

د ښاغلي کوتز په باور؛  د امنیتي بنسټونو مشرتابه به د امنیتي حالت د خرابوالي یو علت وي.

د هغه په خبره؛ د طالبانو عملیات، تلفات، کمزوري اکمالات او کمزورې رهبري هغه علتونه دي، چې افغان ځواکونو ته به امنیتي وضعه ستونزمنه کړي او طالبان به په کلیو کې نورې سیمې هم ونیسي.

ملي دفاع وزارت هم د امنیتي وضعیت د خرابوالي پخلی کوي؛ خو دا، چې طالبان به نورې سیمې هم لاندې کړي، نه یې مني.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری باوري دی، چې وسلوال مخالفین نورې سیمې نه نیولی او نه یې ساتلی شي.

په پاکستان کې پخوانی دیپلومات احمد سعیدي وایي، د ملي وحدت حکومت نه یوازې له بهنیو لاسوهنو سره مخ دی، بلکې په خپلو کورنیو ستونزو کې هم ډوب شوی دی.

د نوموړي په اند دا حکومت او دا رهبري د دې هېواد د مدیریت وس نه لري.

د امریکا د ملي امنیت د استخباراتو دغه چارواکی له امریکایی حکومته غواړي، چې ژر لاس په کار شي او کنه په وینا یې اوبه به له ورخه تېرې شي.

خبریال: قیام نوري

Trending

Exit mobile version