بلخ @ps
د بهارک- اشکاشم ترانزیتي سړک د جوړولو کار پیل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د شنبې په ورځ( د غویي ۲۳) په بدخشان ولایت کې د یوه مهم ترانزیتي سړک جوړولو کار پرانیستل شو.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، چې د دغې لارې د پرانستې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی وایي؛ د پوځ لوی درستیز به نن د حکومت مشرانو ته خپله تګلاره وسپاري؛ ځکه، چې د بدخشان امنیت حکومت ته ډېر مهم دی او د امنیت لپاره یې نوی پروګرام هم په پام کې نیول شوی دی.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وایي، د بهارک- اشکاشم سړک یو سل و اته کیلو مترو ته رسیږي، چې افغانستان له تاجکستان او چین سره نښلوي.
د فواید عامې وزیر وایي، حکومت په پلان کې لري، چې د اته نوي میلیون دالرو پر ارزښت څلور سوه کیلو متره سړک او ۶۰۰ متره پل جوړ کړي.
دغه پروژه کولی شي د سوداګرو ستونزه پر دې لار تر یوه بریده حل کړي.