تازه خبرونه

د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکاران مهمو هوکړو ته رسیدلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امنیت شورا د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې له تېرو دوه ورځو را پدیخوا د روسیې په پلامېنه مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو په اتم کلني کنفرانس ګډون لري؛ د خپلو لیدنو او ملاقاتونو په لړ کې یې د روسیې فدراتیف جمهوریت د ملي امنیت له سلاکار ښاغلی نیکولای پتروشف سره د سیمې او افغانستان پر سیاسي او امنیتي حالت بشپړې خبرې وکړې.

له خبرپاڼې په ډاګه شوې، چې د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ له پاره د سیمې د هېوادونو په ګډون د هر اړخیزې برنامې پر رامنځته کیدو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یو لوړ هوکړو ته ورسیدل.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشف په خپلو څرګندونو کې د سولې او ثبات په موخه د افغان دولت هلې ځلې وستایلې او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له بهیره خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

دغه راز دواړو لوریو له تروریزم سره د مباررزې په برخه کې د امریکا، ایران هند او چین پر مثبت رول هم خبر وکړې.

روسیې او افغانستان په سیمه کې منلې، چې په سیمه کې به د تروریزم په وړاندې پر یوه هر اړخیزه طرحه او مکانیزم کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په ځانګړي توګه د ترهګرۍ خلاف د روسیې او افغان دولت ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د روسیې د فدارتیف جمهوریت رول مهم و باله.

د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او نظامي همکاریو پر څرنګوالي تفصیلي خبرې کړي او په دې اړه یې د همکاریو پر پراختیا او دوام هوکړه هم کړې ده.

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو منلې، چې د روسیې او افغانستان تر منځ د تبلیغاتي ټکرونو څرنګوالی به په دقت څېړي او د یو بل پر وړاندې به د منفي تبلیغاتو مخه نیسي.

د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په دې سفر کې په منځنۍ آسیا او د قفقاز حوزې په هېوادونو کې د ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلی شاکر کارګر او د ملي امنیت شورا دفتر د نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو عمومي رییس ښاغلی تمیم عاصي ملتیا کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له عالي رتبه مسوولین سره د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پر لیدنو کتنو بوخت دی، د افغان ځواکونو د تجهیز او په سیمه کې د تروریزم خلاف او د سولې د ملاتړ په موخه د ولسمشر له لرلید سره سم د یوه هر اړخیز پروګرام د رامنځته کیدو په برخه کې د پام وړ پرمختګونو کړي دي.

Trending

Exit mobile version