تازه خبرونه
د جنبش او جمعیت یو شمېر غړیو په بلخ کې ناسته وکړه
د جنبش او جمعیت یو شمير غړیو د هيواد په ځانګړي توګه د شمال روان وضعیت د څېړلو لپاره په بلخ کې ناسته وکړه. په دی ناسته کې د هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت او روان کړکیچ د دواړو حزبونو د منسجم کولو لپاره بحث او خبری وکړې.
د جمعیت او جنبش حزبونو غړیو خپله لومړي ناسته په بلخ کي ترسره کړه ویل کیږی چي داناسته د دواړو حزبونو د منسجم کولولپاره ترسره شوي او دهیواد روان کړ کیچ ،امنتي تهدیدونو او سیاسی وضعیت په اړه خبری شوي .
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد وایي، دواړو خواوو د هېواد د شمال پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او ډاډ څرګند شو، چې روان حالت باید ښه شي.
ویل کیږي، چي د هېواد له روان وضعیت څخه د وتو او په دی برخه کې د حللارو د لټولو په موخه به د دواړو حزبونو ناستې روانې وي .
د جنبش حزب ویاند بشیر احمد تهینج هم په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې پر امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې او وایي، چې دواړه ګوندونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د ژغورنې په اړه د ډاډ وړ پرېکړې ولري.
اوس پوښتنه داده، چي آیا د دغو دواړو حزبونو ناسته د هېواد امنتي او سیاسي وضعیت د ښه کیدو لپاره ګټوره تمامدیدی شي؟
د پوهنتون استاد احمد جمشید فردی ټنګار کوي، چي جګړه د حل لاره نده او د حزبونو یوالی کولی شي، چي د کورنیو او بهرنیو تهدیدونو په کمولو کېګټور شي .
کاربوه عبدالرب جاهدوایي، باید په دي ناستو کې شخصي ګټې په پام کي ونه نیول شي.
د جنبش او جمعیت حزبونو ناسته د هېواد امنتي او سیاسي وضعیت د ښه کیدو په موخه ترسره شوې؛ خو دا، چې دا ناسته څومره کولی شي په هېواد کي د ثبات سبب ش؛ وخت به یې وښيي .