پرمختګ او بشپړتیا
د افغانستان بانک د نړیوالو مالي چارو له خړ نوملړه وویستل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان بانک د نړیوالو مالي چارو د ډلې له خړ نوملړه وویستل شو؛ کوم هېوادونه، چې په دغه نوملړ کې راغلي د پولي او مالي معاملاتو په برخه کې له محدودویتونو سره مخ دي.
د افغانستان بانک رییس خلیل الله صدیق وایي؛ د ځینو قوانینو طرحې د دې سبب شوې، چې د افغانستان بانک له دې نوملړ ووځي.
د افغانستان بانک رییس دغه چاره په بانکي راکړه ورکړه کې د روڼتیا د را منځته کولو لپاره مهمه بولي او وایي، چې د روڼتیا لپاره نورې پراخې عملي طرحې هم تر لاس لاندې دي.
تر دې اقدام وروسته به د افغانستان بانک کورني اقدامات څه وي.
هغه زیاتوي، مونږ اړ یو، چې اوسنۍ لاسته راوړنې د چارو په تر سره کولو کې خوندي او وساتو.
افغانستان په سیمه کې د ځوان بانکي نظام لرونکی دی، چې دې حالت د افغانستان بانک په وړاندې اړینې ننګونې را ولاړې کړي او د خصوصي بانکونو پر کړنو هم څارنه لري.