تازه خبرونه

د افغانانو محور نومي اپوزیسیون خپل شتون اعلان کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت د افغانانو د محور په نوم له یوې بلې اپوزیسیوني ډلې سره مخ شو، چې مشري یې د ملي امنیت د پخواني رييس رحمت الله نبیل او  د ملي امنیت د شورا د پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د پخواني حکومت د ځينو نورو چارواکو په غاړه ده.

دغه سیاسي جریان پر ولسمشر تورلګوي، چې واک یې انحصار کړی، د ځپنې سیاست یې خپل کړی او ډلبازیو ته یې لار پرانیستې ده.

رحمت الله نبیل وايي، چې محور د نظام پرځول نه غواړي؛ خو د سیاست له لارې غواړي واک تر لاسه کړي.

د افغانستان د خلکو د محور د رهبرۍ غړی رحمت الله نبیل وايي، چې افغانستان سملاسي، له امنیتي، سیاسي، او اقتصادي بحران سره مخ دی.

هغه د ملي وحدت حکومت پر رهبرانو نیوکه کوي، چې په قومي او سیاسي تربګنیو بوخت دي.

د افغانستان د خلکو د محور غړی رنګین دادفر سپنتا وایي، چې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې باید پخپل وخت تر سره شي.

د نوموړي په وینا؛ پاکستان هڅه کوي، افغانستان پخپلې مستعمرې تبدیل کړي؛ خو ولسمشر تعرفې او ځپنې ته پام راړولی او پاکستان ته تسلیم شوی دی.

د افغانستان د خلکو د محور غړی داوود علی نجفي زاده په ټاکنو کې پر ګډون ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ټاکنو په بهیر کې هیڅ راز بدلون ورته د منلو نه دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د نوي سیاسي جوړښت او اپوزیسیون په اړه څه نه وايي؛ خو داسې بریښي، چې د حکومت سیاسي مخالفین او ډلې د هرې ورځې پر تېریدو د زیاتیدو په حال کې دي.

له دې مخکې د حکومت له منځه یو شمېر چارواکو د افغانستان د نجات په نوم د حکومت خلاف سیاسي جوړښت رامنځته کړی دی.

Trending

Exit mobile version