تازه خبرونه

د افغانستان په تړاو د امریکا د تګلارې وروستي کیدل ستونزمن کار دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع وزیر وایي، د افغانستان په تړاو د امریکا د تګلارې وروستي کیدل ستونزمن کار دی او وخت ته اړتیا لري.

د هرې ورځې په تېرېدو د افغانستان په تړاو د امریکا تګلارې ته بې صبري مخ په زیاتیدو ده؛ خو اوس باید د امریکا کانګریس ته سپارل شوې وای.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وایي، د تګلارې جوړول ډېر ستونزمن کار دی، یوازې هغو کسانو ته آسانه دی، چې بهر دي او نیوکې کوي او د ټولو دیپلوماتیکو، اقتصادي، اوږد مهادله او لنډ مهاله اړتیاوو د مواردو د پوره کولو مسوولیت نه لري. کله، چې تاسې ټول دغه موارد یو ځای کوئ، وخت غواړي. دا په دې معنا نه ده، چې تېر ولسمشر یې په اړه چوپ و، دا ستونزمن کار دی او مونږ یې د جوړولو لپاره کار کوو.

جنرال متیس همدا راز څرګنده کړې، چې افغانستان ته د  استول کیدونکیو نورو سرتېرو د شمېر په  اړه کار روان دی.

د امریکا د سنا د وسلوالو خدمتونو کمیتې رییس وایي، واشنګتن په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره هیڅ تګلاره نه لري.

افغان حکومت وایي، د امریکا په نوې تګلاره کې لیدلوري او طرحې په پام کې نیول شوي دي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي وایي، د نوې تګلارې په اړه مشورې تر سره شوې دي؛ د امریکا بېلابېل لوړپوړي چارواکي افغانستان ته راغلل کورني او بهرني سفرونه یې وکړل او د هرې سطحې مشورې او اندونه یې واوریدل، چې په نوې تګلاره کې به ورته پاملرنه وشي.

د امنیتي هوکړه لیک پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام، د افغانستان له اوسني حالت سره مبارزه، له ترهګرو سره مبارزه، د ترهګرو په ملاتړو او پناه ورکوونکیو لازم فشار، د هوایي او ځانګړیو ځواکونو پیاوړتیا د واشنګتن په نوې تګلاره کې د افغان حکومت غوښتنې دي.

د دې تګلارې پر مثبت اړخ اوس هم شکونه سر له اوسه مطرح دي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق نظري وایي، امریکایي دوستانو پر خپلو وږعدو وفا نه ده کړې؛ یوه ژمنه یې دا وه، چې امنیت خوندي کړي.

په ولسي جرګه د پروان استازې ذکیه سنگنین وایي، تر دې دمه د افغانستان په اړه د امریکا هره پرېکړه او کړنه ناکامه وه.

مخکې له دې د امریکا دفاع وزیر کانګریس ته ویلي وه، چې د امریکا نوې تګلاره به د جولای په منځنیو کې اعلام شي.  حال دا، چې اوس د جولای دوه ویشتمه ده.

د جیمز متیس په وینا، په دې تګلاره کې دیپلوماتیک موارد، اقتصادي مسایل، اوږدمهاله پلانونه او بېړنۍ اړتیاوې شاملې دي.

Trending

Exit mobile version