تازه خبرونه

د افغانستان روان جنګ ترمپ په غصه کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ترمپ له امریکایي جنرالانو سره په ناسته کې د افغانستان روان وضعیت په غصه کړی او پخپلو پوځي سلاکارانو یې نیوکه کړې، چې د افغانستان جګړه یې د بایللو په حال کې ده.

هغه په سپینه ماڼۍ کې د تړلو دروازو تر شا له امریکایی جنرالانو سره توندې خبرې کړي دي.

د امریکا ان بي سي شبکه وایي، دغه ناسته دوه اوونۍ مخکې تر سره شوې وه او مرستیال ولسمشر، دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم په کې حاضر ول. دې شبکې ته څرګندو سرچینو ویلي، چې په دې ناسته کې ترمپ په غصه ناک حالت کې وویل، چې په افغانستان کې د بریالیتوب په حال کې نه دي او له دفاع وزیر غواړي، چې په افغانستان کې د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون له دندې لیرې کړي؛ خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د جنرال نیکلسون ستاینه کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مک ماستر وایي؛ زه ډېر کلونه کیږي، چې هغه پېژنم. زه نه شم کولی په هر ډول ماموریت کې له هغه څخه د بل ځواکمن قومندان فکر وکړم. ولسمشر پرې په پریکنده توګه باور لري.

ولسمشر ترمپ له دوه ساعته خبرو اترو وروسته د افغانستان په اړه پر تګلارې له کومې پرېکړې پرته له ناستې وځي.

دفاع وزیر ته نږدې چارواکي وایي، چې کله متیس پنتاګون ته ولاړ په غصه و او د اوږدې مودې قدم وهل یې پیل کړل. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان هره ورځ د ترهګرۍ قرباني دی. حتا جوماتونه هم خوندي نه دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي مرستیال ستیفن دوجاریک ویلي، چې نن د ځانګړي استازي مرستیال او د بشردوستانه مرستو همغږی کونکی توبي لنزر هرات ته په داسې حال کې سفر کړی، چې تېره ورځ پر جومات برید شوی و. هغه مونږ ته وویل، چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان ماموریت  له بشري صندوق څخه پېنځه دېرش زره دالر د هرات سیمه ییز روغتون ته ځانګړي کړل، چې له برید وروسته له روحي زیانمنوسره مرسته وشي.

د افغانستان د تاوتریخوالي پېښې یوازې د افغانانو وینې نه بهوي، د پنتاګون د څرګندونو له مخې په  کندهار کې پر تر سره شوي ځانمرګي برید دوه امریکایی سرتېري وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version