تازه خبرونه

د افغانستان په ختیځ کې ټپي شوي امریکايي سرتېري ساه ورکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د پریکنده ماموریت ځواکونو په ډاګه کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو پرمهال یوه ټپي شوي امریکایي سرتېري ساه ورکړې ده.

امریکايي رسنیو څرګنده کړې، چې د افغانستان په ختيځ کې يو امریکايي پوځي وژل شوی او يو شمېر نور ټپيان دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چارشنبې پر ورځ د غه هېواد د ختيځ په داعش ضد عملیاتو کې يو امريکايي پوځي وژل شوی او د افغان سرتېرو په گډون ځينې امريکايي پوځيان ټپيان شوي هم دي.

نيويارک تايمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د افغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې پر ضد د عملياتو پر مهال يو امریکايي پوځي وژل شوی او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر  په اچین، مومند دره او د مکړانې په اړوند سیمه کې د کډو ځواکونو عملیات منلې او وایي، چې په کې ۴۵ داعشیان وژل شوي، وسلې او مهمات یې ویجاړ شوي دي.  

له تېرې اوږدې مودې راهيسې امريکايي ځواکونو د ننگرهار په شینوارو کې د داعش پر ضد د جگړې اعلان کړی دی. د روان کال په اپرېل کې يې پر دغې ډلې د نړۍ تر ټولو ستر بم یا موربم  هم ورغورځاوه او د څارګرو الوتکو په بريدونو کې يې هم په نښه کوي؛ خو دغې ډلې اوس هم په بشپړه توگه ماته نه ده خوړلې او د ننگرهار پر يو شمېر ستراټيژيکو سيمو سربېره د هېواد په شمالي برخو کې هم فعاليتونه کوي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې امریکايي ځواکونو په کونړ ولایت کې د داعش ‌ډلې د څلور قومندانانو له وژل کیدو خبر ورکړی و.

امریکایي پوځیان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته افغانستان ته راغلي او د افغان حکومت د وسلوالو مخالفینو په وړاندې په ګډو عملیتو کې ځانګړې برخه اغلي.  

Trending

Exit mobile version