تازه خبرونه

د افغان ځانګړیو ځواکونو فرقه ، قول اردو شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر غني د حکم له مخې د دوشنبې پر ورځ(د زمري ۲۹ کال ۱۳۹۶) د افغان ځانګړیو ځواکونو فرقه پر قول اردو بدله او بسم الله وزیری یې د قومندان په توګه وټاکل شو.

 ولسمشر اشرف غني، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه؛ په ډاګه کړه، چې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

اشرف غني په دې اړه څرګنده کړې، چې مخکې به یې شپږ ساعته پر امنیتي مسایلو تېرول؛ خو اوس دوه ساعته پرې کار کوي.

ولسمشر غني وسلوالو مخالفینو ته خبرداری ورکړ، چې تسلیم شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي هم وايي، چې افغان ځواکونو د وسلوالو په ځپلو کې مهم پرمختګونه کړي دي.

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جان نیکلسون وايي، چې د افغانستان په جګړه کې بری د نړۍ لپاره مهم دی.

د نوموړي په وینا؛ له تروریزم سره مبارزه یو مهم نړیوال ماموریت دی؛ که په دغه برخه کې مات شو، پایلې یې نه شو تصور کولی. مونږ نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د نړۍ لپاره دغه جګړه ګټو.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان دا ټينګار هم کړی دی، چې وسلوال مخالفین دوه لارې لري؛ یا دې وسلې پر ځمکه کیدي او یا دې وژل کیدو ته ځان تیار کړي.

ولسمشر هم مخالفینو ته خبرداری ورکړی، چې که  تسلیم نه شي ځانګړي ځواکونه به یې تسلیمولو ته اړ کړي.

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د افغانستان جګړې ګټل د افغانستان او نړۍ دواړو لپاره مهم وبلل.

Trending

Exit mobile version