تازه خبرونه

د افغان حکومت د حاکمیت په پراخولو کې مرسته کوو- جنرال نیکلسون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان وايي، چې پر وسلوالو طالبانو به فشار ډېر شي، له افغان حکومت سره د حاکمیت د پراخولو په کار کې به مرسته ډېره او د سولې دراوزې به هم پرانیستي وساتو.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون وایې، چې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې له مخې به په بهر کې د وسلوالو پر امنو پناه ځایونو فشارونه زیات شي.  

دغه جګپوري امريکايي جنرال په ډاګه کړې، چې ځواکونه به یې د مهال وېش له مخې نه، بلکې حالاتو ته په پام به په افغانستان کې خپل ماموریت سرته  رسوي.

دی وايي؛ تر راتلونکو دوه کلونو پورې به هغه سیمې بېرته ونیسي، چې اوس د وسلوالو طالبانو په واک کې دي.

جنرال نیکلسون زیاتوي، چې داعش ته به وخت ورنکړ شي، چې په افغانستان کې خلافت جوړ کړي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ عمومي قومندان دغه ډله به په نږدې راتلونکې کې له منځه یوړل شي. د افغانستان ګاونډیو ته مې پیغام دا دی، چې له افغان دولت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

نیکلسون زیاته کړې، چې امریکا به له افغان پوځیانو سره مرستې ته دوام ورکړي او پدې لړ کې د روان کال په مني کې د افغانستان هوايي قواوو ته د بلک هاک په نامه هلیکوپترې ورکول کیږي.د جنرال نیکلسن په باور پر طالبانو فشار به ددې لامل شي څو دغه ډله د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

د امریکا په نوې تګلاره کې، چې تېره اوونۍ د ولسمشر دونالد ترمپ لخوا اعلان شوې؛ له ترهګرۍ سره په مبارزې کې له افغانستان سره د مرستو او پر پاکستان د فشار راوړلو خبره شوې ده.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version