بلخ @ps
د جوزجان د آقچې مسوول طالب قومندان له خپلو ۱۴ کسانو سره وژل شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د آقچې ولسوالیو (اقچه مردیان فیض اباد منگجک و خانقاه) لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مسوول له خپلو څوارلس کسانو سره وژل شوی دی.
د جوزجان د آقچې په پېنځه ګونو کلیو کې د امنیتي ځواکونو عملیات له څلور ورځو راهیسې روان دي؛ خو تراوسه هم د خانقا ولسوالۍ په شاوخوا کې وسلوال له امنیتي ځواکونو سره جنګیږي.
د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوری وايي، د دوشنبې د شپې په نښتو کې د قاري نور الله په ګډون، چې د طالبانو د پوځي کمیسیون مسوول و ۱۵ وسلوال وژل شوي او شل نورټپیان دي.
هغه زیاتوي؛ په دې نښته کې دوه پاڅونوال هم وژل شوي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د خانقا ولسوالۍ د بیش کپه سیمه په بشپړه توګه له طالبانو پاکه کړي.