تازه خبرونه

د افغانستان هوایي ځواک له بلک هاک چورلکې برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په ډاګه کړې، چې لومړنۍ بلک هاک چورلکه د افغانستان هوایي ځواک ته وسپارل شوه.

پرون د وږي پر ۲۷ د کندهار هوایي ډګر ته بلاک هاک چورلکو لومړنۍ جوپه رارسیدلې ده.

ناتو ځواکونو ویلي، چې د افغانستان هوایي ځواک به د دغو چورلکو په کارولو د هوایي ځواک وړتیا او همغږي نوره هم زیاته کړي.

دفاع وزارت په ډاګه کړې، ټاکل شوې امریکا څلور نورې دغه چورلکې راروانه اوونۍ افغان ځواکونو ته وسپاري.

امریکا له دې مخکې هم  د اې ۲۹ په نوم څو جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته ور کړې دي.

دغه راز هند هم د  MI۲۵ په نوم درې چورلکې افغانستان ته سپارلې دي.

تېره اوونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېرو او افسرانو ته وویل، چې امریکا به تر راتلونکیو دوه اوونیو شپږ چورلکې افغان پوځ ته وسپاري.

ویل کیږي، چې د ټانکونو او سپکو وسلو په ګډون اوس د افغان پوځ ټول تجهیزات امریکايي دي او پر مسکو له بندیزونو وروسته افغانستان روسۍ الوتکې اخیستلی نه شي.

Trending

Exit mobile version