تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان سوله د سیمې اړتیا ده- ولسمشر غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر  په نیویارک کې ایشیا  سوسایتي تاه د خبرو په حال کې د وږي ۲۹ کال ۱۳۹۶ ل. هـ

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان تر منځ سوله د سیمې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا بولي.

افغانستان په داسې حال کې د سولې د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې د سفر له کاروان سره یو ځای شوی، چې تر اوسه پورې سولې ته د رسیدو لپاره هڅې کوي.

ولسمشر غني په نیویارکې ایشیا سوسایتي ټولنې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان د سولې لومړی بنسټ له پاکستان سره سوله ده؛ خو تر اوسه  په دې لار کې شویو هڅو پایله نه ده ورکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړې؛ مونږ ته سوله د دوه ګوني بهیر معنا لري؛ لومړی او له ټولو مهم د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر منځ سوله ده، چې دغه سوله د سویلي او مرکزي آسیا د ثبات او هوساینې لپاره  مهمه ده. مونږ په دې لار کې ګام پورته کړی؛ خو مونږ له بده مرغه رغنده ځواب نه دی اخیستی او پر ځای یې مونږ باید وجنګیږو.

د پاکستان لومړي وزیر په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو څېړنیزې شورا ته د خپل هېواد سوله د افغانستان له سولې سره غوټه کوي.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي څرګنده کړې، چې هیڅوک له پاکستان ډېره په افغانستان کې سوله نه غواړي. دا خبره، چې د افغانستان د حکومت د وسلوالو مخالفینو پټنځایونه په پاکستان کې دي، سمه نه ده. مونږ په خپله خاوره کې دښمن ته ماتې ورکړې او پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي. په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره د سولې په معنا ده. مونږ په پریکنده ډول باور لرو، چې جګړه د افغانستان لپاره د حل لار نه ده.

ولسمشر غني د هغه فرصت خبره راپورته کوي، چې په وینا یې پاکستان ترې کولی شي، ګټه واخلي.

ولسمشر غني وایي؛ د پاکستان مشرانو ته یو بې ساری فرصت دی، چې د تېر میراث په اړه او له تېرو کړنو څخه د لیرې کیدو پر ارادې او پرې د بري له لارې، له مونږ سره خبرې اترې وکړي. د سویلي آسیا د راتلونکي خوندیتوب ډېر مهم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشر نوې تګلار د ترهګرو د پټنځایونو په تړاو څرګندې نغوتې(اشارې) لري؛ خو د پاکستان لومړی وزیر وایي، له واشنګتن سره د اسلام آباد اړیکه اویا کلنه ده او نه شي کیدای د افغانستان په ذریعه مشخصه شي.

ښاغلي شاهد خاقان عباسي ویلي، له امریکا سره زمونږ اړیکه اویا کلنه مخینه لري؛ داسې اړیکه  نه ده،  چې یوازې د افغانستان پر جګړه تعریف شي. مونږ له امریکا سره د همکاریو اراده لرو، چې په سیمه کې ترهګري ماته کړو. په افغانستان کې سوله او په سیمه کې ثبات راوړو. مونږ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امریکا همکار پاتې کیږو.

که څه هم د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د هند د رول د پراختیا غوښتنه کړې وه؛ خو د پاکستان لومړی وزیر وایي، اسلام آباد په افغانستان کې د هند لپاره هیڅ سیاسي او پوځي رول نه ویني.

Trending

Exit mobile version