تازه خبرونه

د افغانستان ۳۴ سلنه دولتي بنسټونه معلوماتو ته د لاسرسي ادارې نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د آزادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی وایي، د افغان دولت کلیدي ادارې په لازم ډول او پخپل  وخت رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس وایي: د هغې سروې له مخې، چې نی په نهه شپېته دولتي ادارو کې تر سره کړې، ویل شوي، چې یوپنځوس دولتي ادارې په منظم ډول خبریالانو ته معلومات ورکوي؛ خو ولسمشرۍ، اجرائیه ریاست، د چارو اداره، کورنیو چارو وزارت، د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د برښنایي تذکرو د وېش اداره، ولسي جرګه، د ملي امنیت شورا، د ملي امنیت ریاست او د کابل طبي پوهنتون هغه بنسټونه دي، چې رسنیو ته یې د معلوماتو په ورکولو کې ناغیړي کړې ده.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر زیاتوي، که څه هم معلوماتو ته د لاسرسي قانون توشیح شوی؛ خو اوس هم معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کاردی.

که څه هم ولسمشر او اجرائیه رییس معلوماتو ته له لاسري ملاتړ کړی او په دې اړه ویناوې کوي؛ خو په یو شمېر دولتي ادارو کې تر اوسه د معلوماتو د ورکولو ادارې جوړې شوې نه دي؛ نه بودجه لري او نه خلک ترې خبر دي.   

خبریالان هم معلوماتو ته نه لاسرسی او د دولتي ادارو لخوا معلوماتو ته د لاسرسي له قانون سرغړاوی د اندېښنې وړ ګڼي.

خبریال سلیم تلاش وایي، ډېرې داسې دولتي ادارې شته ، چې خبریالانو ته معلومات نه ورکوي او تر دې دمه معلوماتو ته د لاسرسي قانون بنسټیز شوی نه دی.            

خبریال طاهر پیمان په ډاګه کړې، چې ډېر دولتي ویاندویان له مونږ سره خبرو ته زړه نه ښه کوي او تل هڅه کوي، چې په یوه بهانه ځانته د تېښتې لار ومومي.             

دغه څېړنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې په زیاترو ولایتونو او پلازمېنه کابل کې معلوماتو ته نه لاسرسی لویه ستونزه ده او په ځینو مواردو کې له خبریالانو سره نامناسب چلند هم کیږي او حتا وهل کیږي یا پر مرګ ګواښل کیږي.

خبریاله: لیدا نیازی

Trending

Exit mobile version