تازه خبرونه
د افغانستان ۴۵ سلنه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي- راپور
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان ۴۵ سلنه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي، یا په کې د وسلوالو مخالفینو او امنیتي ځواکونو نښتې روانې دي.
په وروستیو کې امریکایی خپرونې لانک وار ژورنال لیکلي، چې پېنځه څلویښت سلنه ولسوالۍ د وسلوالو په کنترول کې دي او یا په کې ښختې جګړې روانې دي.
دغه څېړنې ښیي، چې طالبان په زیاترو لیرې پرتو سیمو واکمن دي.
د دغه خپور شوي راپور له مخې؛ طالبان ۴۱ ولسوالۍ تر کنترول لاندې لري او له څلور سوه اووه ولسوالیو ۱۱۸ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دی.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری دغه راپور ردوي او وایي، یو څو ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي؛ خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي په ژمي کې دغه له لاسه وتلې سیمو پاک او بیا ونیسي.
تر اوسه حکومت منلې، چې اته ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او په ځینو نورو ولسوالیو کې لوړ امنیتي ګواښونه شته دی.