تازه خبرونه

د افغانستان د اداري کارکړنو مسوده جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د تدارکاتو او په قضايي سیستم کې د ګومارنو په هکله شکایتونه سم نه څيړل کیږي.

د ښاغلي دانش په وینا محکمې د قضیو د څيړلو لپاره مناسب صلاحیت او کاري وړتیاوې نه لري.

په همدې حال کې د اداري اصلاحاتو کمیسیون د قانون داسې یوه مسوده جوړه کړې چې له امله به یې دولتي ادارې عامو خلکو ته ځواب ویوونکي وي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې په اداري نظام کې ګڼي تشې شته. د هغه په وینا په ځينو برخو کې ټاکلي قوانین نشته او دا چاره د دې عامل کیږي چې د ځینې ټکرونه را منځ ته شي.

د ولسمشر دویم مرستیال: سرور دانش په دې هکله داسې وایي: (هره ورځ تورنه لګول دوام لري چې د مرکز او ولایاتو تر منځ همغږي نه شته د ولایانو د صلاحیت او د بودجې د وېش او لګښت په هکله هم تر اوسه دا ډول تورونه دوام شته او همدا شان تر هغه به دا لړۍ روانه وي تر څو دا قانون رامنځته نه شي)

او همدا ډول د دانش په باور محکمې د ځينو قضیو د څيړولو مناسبه وړتیا او صلاحیت نه لري؛ نو ځکه د هغه په باور زیاتره دوسیې تړلې پاتې دي.

 خو د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اداري کارکړنو مسوده د لومړي ځل لپاره جوړه شوې ده چې له مخې به یې عام وګړي وکړای شي، په ادارو کې د ګډوډیو، تبعیض او ناقانونه چلند په هکله شکایت وکړي.

بل خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون ريیس: نادر نادري وایي: دا قانون اداره دې ته اړ باسي چې د تبعیض څخه مخنیوی وشي. وروسته له دې که تبعیض ولیدل شي نو خلک کولای شي له دې ادارې څخه شکایت وکړي.

د افغانستان په ادارو کې فساد د دې لامل شوي چې هر کال هغه کسان چې په دولتي ادارو کې یې کار بند وي، میلیونونه ډالره بډې ورکړي. هغه څه چې له فساد سره د مبارزې نړیوال بنسټونه يې رپوټ ورکوي او په هکله یې اندېښنه ښيي.

Trending

Exit mobile version