تازه خبرونه

د افغان ترک په ښوونځیو کې د زدکوونکیو والدین د ښوونکیو نیول سیاسي ګڼي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغان ترک په ښوونځیو کې د زدکوونکیو والدین وایي، اوړمه ورځ د افغان- ترک د څلور ښوونکیو نیول سیاسي بڼه لري؛ ځکه دوی یوازې زدکړې ورکولې او په سیاست کې دخیل نه ول.

سودا دیمیرجي له خپل خاوند او دوه ماشومانو سره له پېنځه نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې د افغان- ترک په یوه ښوونځي کې زدکړې ورکوي. د دې ترکي ښونکې میړه هم د نیول شویو په ډله کې دی، چې ملي امنیت نیولي دي.

سودا دیمیرجي زیاتوي، د میړه په اړه یې هیڅ معلومات نه لري او پخپل  وضعیت اندېښنه ښیی.

هغې په ډاګه کړې، چې، ترک او افغان ښوونکي د سیاسي انګیزې له مخې نیول شوي دي.

د یونس دیمیرجي ښځه هم وایي، مونږ له سیاست سره کار نه لرو؛ مونږ ښوونکي یو او علمي بنسټونه باید له سیاست لیرې وي. زه ډاډه یم، چې دا سیاسي مساله ده، زمونږ ښوونځي له سیاست سره هیڅ کار نه لري.

یلماز ایتن، یونس دیمیرجي او ندراګوشچي ترک ښوونکي دي، چې له افغان ښوونکي مسعود وردګ سره د سې شنبې په ورځ ملي امنیت نیولي دي.

امنیتي چارواکي وایي، دغه کسان تر شک لاندې دي؛ نو، ځکه ونیول شول، خو د افغان- ترک ښوونځیو ریاست دا مساله ردوي.

د افغان- ترک ښوونځیو د ریاست مرستیال احمد فواد حیدري وایي، مونږ د دوی په اړه هرراز تور په ځانګړي توګه ان له ترګرۍ د تړاو هغه هم ردوو.

د افغان ښوونکي مسعود وردګ پلار غلام صدیق ویلي، زوی یې د افغان- ترک په ښوونځیو کې له کلونو راهیسې زدکړې ورکولې او دا اقدام کولی شي پر ښوونیز نظام بد اغېز وکړي.

هغه له حکومت غواړي، چې زوی یې خوشې کړي.

د مسعود وردګ خور ماریامحب  وایي، د ورور نیول مې یوه تېروتنه ده او دا کار د ښوونې بهیر له خنډ سره مخ کوي.      

د افغان- ترک ښوونځیو د ریاست مسوولین اندېښمن دي، چې نیول شوي ترکان ترکي دولت ته ونه سپارل شي.  په داسې حال کې، چې د کابل  او انقرې تر منځ د بندیانو د استرداد هیڅ تړون نشته.

Trending

Exit mobile version