بلخ @ps

د شېرخان بندر ترانزیتي لار پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې په وینا؛ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله، چې له تېرو ۵ ورځو راهیسې تړل شوې وه، نن بېرته پرانيستل شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی زیاتوي، دغه لویه لار یوازې د باري موترو  پر مخ پرانیستل شوې او عامو خلکو ته د تګ ـ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

هغ دا هم په ډاګه کړې، چې په تېرو ۵ ورځو کې د لارې بندېدو له کبله افغان سوداګرو هره ورځ ۸۰ زره دالر زیان لیدلی دی.

د سوداګرۍ خونې د څرګندونو له مخې؛ له تاجکستان سره د افغان سوداګرو اړوند اندېښنې شریکې شوي او ترې وغوښتل شول، چې باید سوداګریزې اړیکې له سیاسي او امنیتي پېښو قرباني نشي.

افغانستان او تاجکستان څه نا څه ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د هېواد شمالي ولایتونو ته ډېر سوداګریز توکي له همدې لارې را واردېږي.

اوړمه ورځ ویل شوي وه، چې د شېر خان بندر لویه لار د ۲۰۱۸عیسوي کال د امنیتي تدابیر پر لامل د تاجکستان پولیسو تړلې ده.

Trending

Exit mobile version