پرمختګ او بشپړتیا

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دې پر صنایعو او سوداکرۍ وزارت بدل شي- ولسمشرغني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د شنبې پر ورځ( د مرغوي ۱۶) له غرمې مخکې د خان ستیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د پرانستې په مراسیمو کې د وینا پر مهال څرګنده کړه؛ موخه مو داده، چې په هېواد کې مو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صنایعو او سوداګرۍ پر وزارت بدل شي.  

ښاغلی غني وایي؛ زمونږ هیله داده، چې افغانستان د صنعت په برخه کې له یو واردوونکي څخه پر صادروونکي هېواد بدل شي.  

ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې پر ملي ژمنه د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړه، چې زه پر دغه خاوره د خصوصي سکتور له باور او ډاډه مننه کوم.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي تولیداتو د ودې او پراختیا تر څنګ د دولت او حکومت د کارکوونکیو پر رښتینو هڅو او د بیت المال پر خوندي کولو د ټینګار تر څنګ وویل؛ هغه خلک، چې غلا کوي، د بیت المال له غلا کولو پرته نور څه پټولی نشي.  

هغه دا ډاډ هم څرګند کړ؛ داسې ځواک نشته، چې د افغانستان د ملي موخو د پلي کیدو خنډ شي.

ولسمشر د هېواد  سیاسي وضعیت ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې د ولسمشر موخه خاني نده، بلکې خدمت دی.

 ولسمشر غني یو ځل بیا په هېواد کې د کړکیچ پر ټینګار کوي او وایي، اوس نه د ملک الطوایفۍ وخت دی او نه میراثي نظامونه شته. خلک د هغه نظام غوښتونکي دي، چې د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ وي او مونږ دې فرهنګ ته رسیدلي یو.

ولسمشر د اوسپنې په برخه کې پر بهرنیو توکو د افغانستان  روانه اتکا د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې مونږ خپله دوه میلیارد ټنه د اوسپنې زیرمه لرو؛ خو هر کال ۳۵۰۰ ټنه هېواد ته واردوو.

د اوسپنې د ویلې کیدو دغه فابریکه په بګرامي کې جوړه شوې، چې پرې د خصوصي سکتور لخوا دېرش میلیون افغانۍ لګیدلي دي.

دا مهال په هېواد کې د اوسپنې د ویلې کیدو شپږ فابریکې فعالې دي. دغه نوې فابریکه کولی شي په ورځ کې دوه سوه ټنه سیخان تولید کړي.

د کارپوهانو په اند افغانستان نن د سیاسي ناندرو پر ځای ملي اقتصادي ځواک ته اړ دی او دولت دې د اړوند سکتوري وزارتونو په همکارۍ د خصوصي سکتور تر څنګ خلکو ته د کار بېلابېلې زمینې برابرې کړي.

قتیل زوی

Trending

Exit mobile version