تازه خبرونه

د افغانستان د کرکت ۱۹ کلنو لوبډلې نيوزیلیند ته ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان د کرکت ١٩ کلنو لوبډلې د نړيوال جام سياليو په دوه يم پړاو کې کوربه هېواد نيوزیلیند ته په سترې ماتې ورکولو نيمه پاىلوبې ته لار پيدا کړه.

د ١٦ هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ په نيوزيليند کې روانې دي؛ خو افغانستان په دې ګروپي سياليو کې د دوه لوبو په ګټلو دوه يم پړاو ته لار موندلې وه.

د افغانستان کرکت بورد وياند فريد هوتک  ويلي، چې د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې نن د دوه يم پړاو په ناک اوت لوبه کې له کوربه نيوزيليند سره لوبه وکړه.

هغه په ډاګه کړې، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هوتک زیاتوي، افغان ١٩ کلنو لوبـډلې په ټاکل شویو٥٠ اورونو کې د اووه لوبغاړیو په سوځیدو ٣٠٩ منـډې جوړې کړې او نيوزيليند ته يې د ٣١٠ منډو هدف وټاکه.

د نيوزيليند ټوله ١٩ کلنه لوبډله په ٢٨ اورونو کې په ١٠٦ منډو وسوځیده او افغانستان دا لوبه د ٢٠٢ منډو په ستر توپير سره وګټله.

افغانستان به په نيمه پايلوبه کې له استراليا سره لوبه تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version