تازه خبرونه

د افغانستان۱۹ کلنو کرکت لوبډلې څلورم مقام خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکت لوبډلې د ۲۰۱۸ کال په نړیوال جام سیالیو کې څلورم شو.

دا سیالۍ د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه په نیوزیلند کې د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې، چی ټولې لوبډلې په څلور ګروپونو وېشل شوې وې؛ د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د دغو سیالیو په D ګروپ کې ځای درلود او د ګروپ پیاوړیو لوبډلو پاکستان او سریلانکا ته یې په ماتې ورکولو د دې جام منځلوبې(کوارتر فاینل) ته لار پیدا کړه.

افغانستان په منځلوبه کې له کوربه هېواد نیوزیلند سره مخ شو، چې پایله یی د افغانستان بریا شوه او نیمه پایلوبې ته یی لار ومونده؛ خو له استرالیا څخه یې ماتې وخوړه او د درېیم مقام د خپلولو لپاره له پاکستان سره مخ شوه.

ټاکل شوې وه، چې یاده لوبه نن ترسره شي؛ خو د اورښت له کبله و نه شوه او په پایله کې له دې امله پاکستان ته درېیم مقام ورکړ شو، چی په ګروپي سیالیو کې یې د ګروپ په سر کې ځای خپل کړی و.

د یادونې وړ ده، چی افغانستان د روان جام سیالیو په لړ کې پاکستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه. د افغانستان کرکت لوبډلې د نړیوال جام سیالیو لپاره دوه اوونۍ په کابل او ۲۵ ورځې یې د نیوزیلند په تمریناتي کمپ کې او د نیوزیلند له ځایي لوبډلو سره تمریناتي لوبې ترسره کړې دي.

ټاکل شوې، چې د نړیوال جام بله پایلوبه، د فبرورۍ په ۳ نېټه د هندوستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version