سیمه ییز خبرونه
د افغانستان تکواندو فدراسیون ټاکني ترسره شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان تکواندو فدراسیون ټاکنې د سې شنبې پر ورځ(د کب ۸) له غرمې مخکي ترسره شوې.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره نثار احمد بهاوي او محمود حیدري هم ځانونه نومولی وه، چي په پای کي نجیب الله سکندري د ډېرو رایو په ترلاسه کولو وکولی شول په دوه یم ځل هم دا څوکۍ ترلاسه کړي.
په پام کي ده، چي د افغانستان تکواندو لوبډله په آسیا اتلولیو او آسیا المپیک سیالیو کې، چي په روان کال کي ترسره کیږي؛ ګډون وکړي.
د ۲۰۱۹ کال په سیالیو کې د افغانستان تکواندو لوبډلې ګډون به د مدالونو په ترلاسه کولو کې غوره هڅې ولري.
د یادولو وړ ده، چي د نړۍ د تکواندو لوبډلو د غوراوي په نوملړ کې افغانستان ۶۷ ځای لري.