تازه خبرونه

د خوست پولیسو د یوه موتر بم برید مخه نیولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وایي، د دې ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پولیسو د وسلوالو یو هاموې موتر له کابو څلورټنه چاودیدونکیو توکو ډک کشف او ناکاره کړی دی.

په خوست کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر سمونوال شېرداود آرین څرګنده کړې؛ په  اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې یو موتر بم کشف او ناکاره شوی، چې نږدې څلور ټنه چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وه.

د نوموړي په وینا؛ دښمن غوښتل، چې دې چاودیدونکيو توکو ته په خوست ښار کې چاودنه ورکړي؛ خو امنیتي ځواکونو نه یوازې د مرګ و ژوبلې مخه ونیوله، بلکې موتر او چاودیدونکي توکي یې هم له چاودنې مخکې کشف او ناکاره کړي دي.

 نوموړی وایي، د پېښې په تړاو څوګ نه دي نیول شوې؛ خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د خوست له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر په ډاګه کړې، چې دغه راز په تېرو درې ورځو کې پولیسو پېنځلس کسان د بېلابېلو جرمونو پر تورن هم نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندې د خوست پولیسو یو موتر بم نیولی و، چې وروسته له ښاره لیرې چاودنه ورکړشوه.  

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version