پرمختګ او بشپړتیا

د افغانستان بانک صرافانو او ایسا تشبثاتو ته د صرافۍ د شرکت جواز ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک مسوولین وایي، د افغانستان بانک، صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو ته د جواز اجازه ورکوي، چې له مخې یې صرافان کولی شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې څانګې ولري او پولي خدمتونه په معیاري بڼه وړاندې کړي.

د افغانستان بانک د پولي خدمتونو او حوالو د تنظیم لپاره د هېواد صرافانو ته، چې په انفرادي توګه هڅې تر سره کوي او دغه راز هغو کسانو ته، چې د آیسا د تشبث جواز ولري، د صرافۍ د شرکت جواز ورکوي.

د افغانستان بانک د جواز د ورکړې مدیر حمیدالله توفیق وایي، د دغو شرکتونو جوړیدل به د آسانه پولي خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځته کړي؛ ځکه، چې نور پولي خدمتونه په سیستکاتیکه بڼه تر سره کیږي.          

هغه صرافان، چې د صرافۍ د شرکتونو جواز اخلي؛ کولی شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې څانګې پرانیږي.

د صرافۍ د یوه شرکت رییس جارالله منصوري وایي، پولي معاملې باید د د افغانستان بانک تر څارنې لاندې ترسره شي او که داسې ونشي بیا هم د نړیوالو تر نیوکې لاندې به وو.             

له دې مخکې د صرافانو ټولنې د افغانستان بانک کړنې د بهرنیو اسعارو د مدیریت په برخه کې کمزورې ګڼلې وې.

Trending

Exit mobile version