تازه خبرونه
د افغانستان ملي امنیت سلاکار امریکا ته رسیدلی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر په ډاګه کړې، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر آلمان ته له رسمي دوه ورځني سفر وروسته د پنجشنبې پر ورځ (د وري ۲ ) د امريکا متحده ايالاتو ته رسيدلی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلی اتمر به د امریکا متهده ایالاتو له عالي رتبه مقاماتو سره پر بېلابېلو موضوعاتو رسمي بحثونه او ناستې ولري.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جرمني د رسمي سفر په ترڅ کې د نوموړي هېواد د لومړۍ وزیرې د ملي امنیت سلاکار جان هېکر د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له لوړ پوړو مقاماتو سره په رسمي ناستو کې پر امنیتي، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې کړې دي.
جرمني چې تازه یې د نوي حکومت کابینې او پارلمان خپلې رسمي چارې پیل کړي له افغان دولت سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پاملرنې وړ دي.