تازه خبرونه

د افغانستان په ځمکنۍ جګړه کې امریکايي ځواکونه بیا ښکېل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکايي ځواکونو یوه داسې تازه ویدیو خپره کړې، چې امریکايي او افغان ځانګړي ځواکونه د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې ګډ عملیات کوي.

له هغې وروسته، چې د جګړې ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو ته سپارل شوی؛ دا لومړی ځل دی، چې امریکايي ځواکونه په ځمکنۍ جګړه کې له افغان ځواکونو سره ګډ عملیات کوي.

د ناتو له لوري تازه خپره شوې ویدیو ښيي، چې امریکايي او افغان ځانګړي ځواکونه د جوزجان د درزآب ولسوالۍ په مغول کلي کې د داعش پر وړاندې ګډ عملیات کوي. په دې عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې یو قومندان او د هغه یو ملګری هم وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، یوازې د غرنیو سمڅو د له منځه وړلو پر مهال امریکايي ځواکونه مرسته کوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش څرګنده کړې: کله، چې مونږ له غرنیو او ژورو سمڅو سره مخ کیږو، نو له امریکايي هوايي ځواکونو څخه د ستر درستیز په همغږي مرسته غواړو.

دغه راز د افغانستان په شمال کې د داعش پر تحرکاتو روسیه اندېښمنه ده او څو ځلې یې ادعا کړې، چې دا ډله په نامعلومو چورلکو کې د افغانستان له نورو سیمو څخه شمال او د منځنۍ آسیا ګډې پولې ته رالیږدول کیږي؛ خو امریکا وایي، که داعش هر چېرې سر پورته کړي، مونږ یې ځپو.

د امریکا د هوايي او ګډو هوايي ځواکونو د قومندان مرستیال اندریو کرفت وایي: ځینو برخو ته، چې تاسو اشاره وکړه چې داعش افغانستان ته تللي؛ مونږ یې پر وړاندې بریدونه کوو. څومره، چې اړتیا وي مونږ پر هغوی هوايي بریدونه کوو.

امریکا تېر کال په ننګرهارکې د داعش پر مورچو د بمونو مور یا موربم ګوزار کړ او  له جوزجان وړاندې دې ځواکونو په ننګرهار کې هم له افغان ځواکونو سره په ګډه د داعش خلاف جګړه کړې ده.

خبریال: خلیل الرحمان امید

Trending

Exit mobile version