لوبی
د افغانستان د المپیک ملي کمیتې نوي رییس وټاکل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان المپیک ملی کمیتې ریاست ټاکني نن له غرمي مخکی د آسیا المپیک شورا د استازی حیدر فرمان پر څارنه او نظارت ترسره شوې.
د دې څوکۍ لپاره حفیظ ولي رحیمي، ضیا دشتي او شمس الحق مسعود مبارز ځانونه نومولي وه، چی د مسعود مبارز له تېریدو سره ضیا دشي او حفیظ ولي رحیمي په سیالۍ کي حفیظ ولي رحیمي د ۱۶ رایو په ترلاسه کولو وکولی شول، چی د څلورکلونو لپاره د دې کمیتې د ریاست دنده ترلاسه کړي.
د افغانستان المپیک ملي کمیتې رییس له ټاکنو وروسته باورهوتک د ۱۵ رایو په ترلاسه کولو د لومړي مرستیال څوکی او هاشم کریمي د ۹ رایو په ترلاسه کولو د دوه یم مرستیال او روبینا جلالي د ۱۷ رایو په تر لاسه کولو د المپیک ملي کیميتی د ښځینه مرستیالې په توګه وټاکل شوه .