تازه خبرونه

د افغان ترک لیسو په اړه سیاسي پرېکړه نه ده شوې- بنعلي یلدرم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ترکیې لومړي وزیر کابل ته د خپل سفر په لړ کې ویلي، چې د افغان ترک لیسو په اړه هیڅ ډول سیاسي پرېکړه نه ده شوې او د دغو لیسو مدیریت د ښوونځيو د معیاري کولو لپاره بدل شوی دی.

په افغانستان کې د افغان ترک لیسو د مدیریت چارې د ترکیې هېواد د پوهنې بنسټ ته وسپارل شوې. له دې پرېکړې سره جوخت د افغان ترک لیسو د زدکوونکیو والدینو مخالفت وښود او دا یې سیاسي پرېکړه وګڼله.

کابل ته د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدرم د خپل سفر په لړ کې ټينګار وکړ، چې د افغان ترک لیسو په اړه پرېکړه سیاسي نه ده.

ښاغلی بنعلي یلدرم وایي: زمونږ پرېکړه له ګولن سره تړلې نده، بلکې مونږ غواړو، چې د دغو ښوونځيو کیفیت لوړ کړو او وده ورکړو. مونږ غواړو، چې دا ښوونځي د ترکیې استازیتوب وکړي او مونږ د دې فرصت ولرو، چې د ودې لپاره یې کار وکړو.

د افغانستان اجرائيه ريیس هم د افغان ترک لیسو په اړه د ترکيې د لومړي وزیر پرېکړه وستایله.

د هېواد اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله وایي: د ترکیې د پوهنې بنسټ یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې د پلي کولو لپاره به یې ښوونکي له ترکیې راځي او مسوولیتونه به تر لاسه کوي. د افغانستان د پوهنې وزارت او د پوهنې بنسټ به ترې په ګډه څارنه کوي او په دې اړه به د هوکړې عملي کارونه نور هم چټک شي. دا کار زمونږ د هغو ماشومانو په ګټه دی، چې په دې ښوونځیو کې یې لوست کاوه.

د افغان ترک لیسو د زدکوونکیو والدین لاسلیکونه راټولوي، چې د افغان ترک ښوونځيو په اړه شوې پرېکړه وننګوي.

د افغان ترک لیسو د والدینو ټولنې غړی یوسف پښتون وایي: مونږ په افغانستان کې د معارف د ښه والي په اړه د هر هېواد له مرستو ملاتړ کوو؛ خو اجازه نه ورکوو، چې د پوهنې تر چتر لاندې زمونږ د اولادونو پر راتلونکې لوبې وشي.

د افغان ترک لیسو د والدینو د ټولنې غړی صدیق الله توحیدي وایي، چې: که اوسنی حکومت د ترکیې د لومړي وزیر له راتګ سره سامي یوز او استاد یولماز ایتین د ترکیې حکومت ته رسماً ور وسپاري؛ نو دا به د هېواد په تاریخ کې یو ستر شرم وي.

د افغان ترک لیسو مرستیال هم د دغو لیسو په اړه دا پرېکړه د قانون خلاف ګڼي.

د افغان ترک لیسو مرستیال احمد فواد حیدري وایي: ما په دې اړه خپل اعتراض په ډاګه کړی او د پخوا په شان به خپلې هڅې روانې ساتم.

وروسته له هغې، چې په ترکیه کې کودتا ناکامه شوه؛ د ترکیې حکومت په بهر کې د ټولو هغو ښوونځيو د بندولو غوښتنه وکړه، چې اداره یې د فتح الله ګولن له خوا تر سره کیدله.

Trending

Exit mobile version