تازه خبرونه
د صادراتو ملې تګلاره د سوداګرۍ وزارت لخوا جوړه شوه
د سوداګرۍ وزارت وایي، له اوږدو بحثونو وروسته د صادراتو ملې تګلاره جوړه شوه، چې پر بنسټ یې د صادراتو کچه لوړیږي او صادارتي توکو ته بازار موندل کیږي.
دغه تګلاره د بهرنیو سوداګریزو توکو په وړاندې د سیالیو په موخه یو ستر ګام دی.
د سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دغې تګلارې پر بنسټ به د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي او صادرات به مو پر نړیوالو معیارونو دغو بازارونو ته ولیږدول شي.
د سوداګرۍ وزیر همایون رسا وایي، چې: له دې تګلارې سره مو د تولیداتو کیفیت ښه کیږي او سوداګرو ته به ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي.
په هېواد کې د سوداګریز بیلانس رالویدل هغه مورد دی، چې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم پرې اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د صادراتو د ملې تګلارې له پلې کیدو سره به یو لړ ستونزه حل شي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي: دغه ستراتیژي به مو صادرات ډېر کړي، چې د هېواد اقتصادي وده به رامنځته کړي او اقتصادي وده سوله او امنیت خوندي کوي.
که څه هم د سوداګرۍ خونه له دغې تګلاری هر کلی کوي؛ خو د تولیداتو د معیار نشتوالی او د کیفیت د سند نشتون هغه ستونزې په ګوته کوي، چې د صادراتو په وړاندې ستر خنډ ګڼل کیږي.
د سوداګری خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي: د صادراتو په اړه ډېر کارونه تر سره شوي دي؛ خو بیا هم ستونزې ډېرې دي.
اوسمهال افغانستان د سوداګرۍ له منفې بیلاس سره مخ دی. افغانستان هر کال څه د پاسه اووه سوه میلیارد او درې سوه میلیون واردات او اووه سوه میلیون دالر صادرات لري.
کارپوهان وایې، حکومت د اقتصادي وضعیت د بدلون لپاره طرحه لري؛ خو دغه طرحه په عمل کې ناکامه ده.